اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي د راروان كال جنورۍ مياشتې ترپايې به د افغانستان۔پاکستان ټرانزټ ټرېډ لوظنامه ترسره ??ي۔ افغانستان سره ترجيحي تجارتي لوظنامه (پی ټی اے) به هم كېږي۔ په پاک۔ افغان خبرو اترو كښې د هندي څيزونو ترسيل په معامله به غور نه كېږي۔ د ګل په ورځ د اتمې افغانستان پاکستان ټرانزټ ټرېډ کوآرډینېشن اتھارټې غونډې په مهال ميډيا سره خبرو كښې خاص صلاحكار عبد الرزاق داؤد ووئي?? افغانستان ته د څيزونو پرله پسې لېږلو له په پولو بلها كار پاتې دے۔ پاك افغان دوه اړخيزه تجا??ت مخ په زياتېدو دے۔ هغه هيله څرګنده كړه چې د راروان كال جنورۍ مياشتې ترپايې به د افغانستان۔پاکستان ټرانزټ ټرېډ لوظنامه ترسره ??ي۔ اوس يوازې په دوه اړخيزه تجارت خبرې روانې دي۔ د پاكستان پلاوې به راروانه مياشت د كابل دوره كوي۔ د دورې په مهال به ټرانزټ ټرېډ لوظنامه و??ي۔ دا خبره دې ښكاره وي په دې درې ورځنيو خبرو اترو كښې به د هندي څيزونو په ترسيل غور نه كېږي۔ په دې مهال د افغانستان د تجارت وزير ن??ار احمد فائزي ووئيل د افغانستان پاكستان تجارتي لوظ نامه تر منځني آسيائي رياستونو رسولو له خوښي لرو ۔ د ټرانزټ ټرېډ په لاره كښې ولاړ يو شمېر خنډان لرې كړې شوي۔ د افغانستان د تجارت وزير ووئيل دواړه هېوادونه د فعاله تجارتي تګلارې وضعه كولو صلاحيت لري۔ دواړه هېوادونه شريك انټرسټ پوائنټ جوړولے ??ي۔ هغه ووئيل تجارتي لوظنامې سره به د امن راوستو له مرسته ترلاسه ??ي۔