اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) د كورونيو چارو وفاقي وزير ش??خ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم څه وخت هم كوئټه ته تللے شي۔ د اپوزيشن د احتجاج مخنيوے به نه كېږي ۔ كومه رويه چې اپوزيشن خپلوي هم هغسې به ورسره اختيارولې شي ۔ راروانې دوه درې مياشتې سياست لپاره ډېرې مهمې دي۔ د داخله وز??رت اقدامات او كردار به تر نظره شي۔ د اپوزيشن په حقله مې چې كومې هم پېشګوئۍ كړې وي سمس ثابت شوي۔ د جمعې ??ه ورځ نېشنل پولیس اکېډمی كښې خبريالانو سره خبرو كښې هغه ووئيل حكومت د امن وضعې ??ه كولو له هڅې كوي۔ هغه ووئيل اوسني چيف الېكشن كمشنر ټاكنې نه دي كړې نو د هغه په ضد احتجاج څنګه كېدے شي۔ د اپوزېشن كېس كمزورے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزيراعظم څه وخت هم كوئټه ته تللے شي۔ زما په شمول د يو شمېر وزيرانو رائې دا وه چې هغه دې كوئټې ته لاړ شي۔ دا بيله خبره ده چې هغه دې نه وړاندې كوئټه ته د تللو پرېكړه كړې وه۔ هغه ووئيل په داخله وز??رت كښې ميډيا سېنټر جوړوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اسلام آبا?? كښې د يو ځوان د پوليس د لاسه وژلے كېدل يوه سنګينه پېښه او جرم دے۔ دا ډېره د افسوس وړ پېښه ده۔ نيولې شوو 5 اهلكارو باندې د ترهګرۍ دفعات لګولې شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ما د اپوزيشن په اړه څلور خبرې كړې وې هغه ټولې سمې ثابتې شوي٬ يوه دا چې هغوي به ضمني ټاكنو كښې برخه اخلي ٬ او هغوي برخه اخلي۔ دويمه دا چې د سېنېټ ټاكنو كښی به هم برخه اخلي او هغه دغسې كېږي۔ درېمه دا چې استعفی به نه وركوي او هغوي استعفې نه وركوي۔ څلورمه دا چې هغوي به لانګ مارچ له اسلام آباد ته راځي او راروان دي۔ هغه ووئيل اپوزيشن چې څنګه رويه خپلوي هم هغسې سلوك به ورسره كولې شي