اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د دواړو ايوانونو ترمېنځه د آئين سازۍ او انتظامي چارو په اړه مثالي مرسته موجود ده، قانون سازي لا موثره كولو لپاره پارلماني مشرانو سره د مشاروت او فعاله رابطې په پالېسې عمل كوو، د كورونا وبا له امله د پارلمان د دواړو ايوانونو د غونډو په لړ كښې ستونزو سره مخ يو. ده دا خبرې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د خبرو په مهال وكړې چا چې ده سره د ګل په ورځ ملاقات كولو. د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په پارلماني او مهمو قومي چارو خبرې وكړې. په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئي?? د ??واړو ايوانونو ترمېنځه د آئين سازۍ او انتظامي چارو په اړه مثالي مرسته موجود ده، قانون سازي لا موثره كولو لپاره پارلماني مشرانو سره د مشورې او فعاله رابطې په پالېسې عمل كوو. ده ووئيل د كورونا وبا له امله د پارلمان د دواړو ايوانونو د غونډو په لړ كښې ستونزو سره مخ يو. ده ووئي?? د ??واړو ايوانونو د موثره حكمت عملې په نتيجه كښې د كورونا وبائي ستونزو سره هم په ضروري قانون س??زې كښې تعطل نه دے راغلے. صادق سنجراني ووئيل په وخت حفاظتي تدابيرو او احتياط سره په پارلمان كښې د كورونا په وبا قابو موندلو له مرس??ه تر لاسه شوې. د قانون س??زې او انتظامي چارو په لړ كښې په مثالي مرسته كولو د قومي اسمبلۍ سپيكر مننه كوو.