اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي د براډ ش??ټ تفصيلات څخه ثابت شوې چې نواز شريف پارليمنټ ٬ سپريم كورټ او قام ته دروغ وئيلي۔ وفاقی وزیر اسد عمر د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې وو??يل د براډ ش??ټ تفصيلات رامخې ته شوي۔ ثالث وئيلي دي شريفه كورنۍ د كال 2000 نه د ايون فيلډ اپارټمنټ مالكه ده۔ ثابت شوې چې نواز شريف پارليمنټ ٬ سپريم كورټ او قام ته دروغ وئيلي۔ تېره ورځ وفاقي وزير اسد عمر د براډ ش??ټ په اړه پرېكړه شېئر كولو سره وو??يل دا دستاوېز د پي ټي آئي حكومت يا نېب نه دے ليكلے دا خو د انګلېنډ جج ليكلے چې د شريفې كورنۍ په پټ كړي دولت كښې د لندن ايون فيلډ فلېټ هم شامل دي ٬ د هغې د درك لګولو معاوضه 20.5 ملینه ډالره جوړېږي د كومې حق چې براډ ش??ټ لري۔ اسد عمر وو??يل د شريفې كورنۍ پټ كړے دولت 100 ملینه ډالره دے يعني د 16 اربه روپو په درك لګولو د 20 ملينه ډالره معاوضه وركړې شوې ولې چې د لوظنامې له مخې 80 فيصده پاكستان او 20 فيصد براډ ش??ټ ته وركول وو