اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رش??د احمد سره پا??ست??ن د المان سفير برنارډ شلاګیک د نهې په ورځ داخله وزارت كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل پاکستان المان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او ا??مان سره دوه اړخيزه مرسته لا زياتول غواړي۔ هغه ووئيل پا??ست??ن د المان سرمايه كارو ته پا??ست??ن كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوي۔ هغه د پا??ست??ن سماجي او ا??تصادي پرمختګ لپاره د المان د كردار ستائنه وكړه۔ د المان سفير پا??ست??ن كښې د امن وضعې ښه كېدل وستائل او هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا وده وركولو له د خپلې خوښې څ??ګندونه وكړه۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې به په زړه پورې هڅې كولې شي۔ داخله وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو ا?? د يو بل تجربو نه د ګټې پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل د المان اېن جي اوز پشمول چې كوم اېن جي اوز د چارټر له مخې كار كوي هغوي د كار حقله هېڅ مسئله نه لرو۔ حكومت به هغوي ته ضروري آسانۍ وركوي۔