وانا 20 جنوري (اے پي ??ي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د غلو د ټولګي چې څومره خوښه وي بلېك مېلنګ دې وكړي٬ اېن آر او به نه وركوٶ٬ كه په هېواد كښې د غلو او د لوټ مارو واكداري وي نو ھغه ترقي نشي كولې٬ په سوئيلي وزيرستان كښې په پنځه زره كناله نالج سټي او ټولو وګړو ته هېلته ا??شورنس سهولت وركوٶ، د ډسټرکټ هيډکوارټرز لپاره د زمكې په ګو??ه كولو كښې به د مشرانو سره مشاورت كولې شي٬ د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ته خاص سپارښتنه شوې چې د پخوانو قبائيلي سيمو په فنډز كښې كمے ونه كړئ، د پخوانۍ فاټا او د سوئيلي بلوچستان پشمول د پسمانده سيمو پرمختګ ته مونږ اول پم لرنه كوو ۔ د شورو په ورځ په سوئيلي وزيرستان مولا خان سرائے كښئ د سيمې مشرانو ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ??وئ??ل د مدينې د رياست بنياد د قانون په سرلوړۍ او د انصاف په نظام آډانه ٶ٬ نن هم د مدينې د رياست اصول رول ماډل دي۔ ده ??وئ??ل د مدينې رياست په يو دم كښې وجود موندے ٶ؟ د مدينې رياست كښې بې وسه طبقه راپورته كړې شوه ا?? د فلاحي رياست بنيادونه كېښودلے شوي وو، نن هم جديده نړۍ د مدينې د رياست د اصولو په ماډل جوړه ده٬ مونږ هم په هېواد كښې اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره هڅې كوٶ۔ وزيراعظم ??وئ??ل د مدينې رياست جوړولو كښې ستونزې هم رامخې شوې خو بيا هم د نړۍ په تاريخ كښئ لوي فلاحي رياست جوړ شوے٬ په پاكستان كښې هم د دې انقلاب هلې ځلې پېل شوي، دې لپاره نن د غلو ټولګے سړكونو ته راوتلے ٬ د هغوي مخونو ??ه په كتلو به تاسو ته محسوس كړې چې په پاكستان كښې انقلاب راروان دے۔ده ووئېبل هېواد تر 35 كالو لوټ كونكے د غلو دا ټولګې چې څه هم وكړي اېن آر او به نه وركوٶ۔ وزيراعظم ??وئ??ل پروېز مشرف د امريكې ٬ پوځ او د عدليه د ملګرتيا باوجود سره د ټولو اختياراتو فشار برداشت نه كړے شو او دوه ځله ئې اېن آر او وركړه۔ وزيراعظم ??وئ??ل د غلو ډله زمونږ د بلېك مېل كولو هڅې كوي، د قانون د سر لوړۍ په جنګ كښې به ګټه د حق او انصاف وي۔ده ووئېل د هېواد وسائل كخ لوټ كړے شوي او بهر منتقل كړے شي نو په ا??لسي فخېر ښېګره به څنګه څه مصرف كوو٬ ھغه پېسې د اولس وي٬ مشرف د دوي په وړاندې هېنډز اپ شوے ؤ ۔ وزيراعظم ??وئ??ل نن بنګله دېش هم مونږ څخه د پرمختګ په لاره وړاندې تللے ٬ چا دا سوچ هم نه شو كولے چې لويديز پاكستان څخه به ختيز پاكستان مخكښې لاړ شي ٬ چې په هېواد كښې د غلو او لوټ مارو حكومت وي هغه پرمختګ نشي كولے۔ وزيراعظم ??وئ??ل پاکستان له اﷲ پاك زيات قدرتي وسائل وركړي٬ قرآن پاك مونږ ته دا وائي چې بې وسه ا?? شمتندو لپاره جلا جلا قانون ساتونكي قامونه تباه شوي، مونږ د سخت وخت نه راوځوو ٬ د دې غلو په سبب پاكستان تاريخي قرضونه اغستي ، كوم وسائل او نعمتونه چې اﷲ پاك پاکستان له وركړې كه دلته د قانون سرلوړې وه نو يو هېواد ئې هم مقابله نشوه كولې۔