اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د سيمنټ پلانټس لپاره چې كوم سكاره پكار دي ھغه پاكستان كښې نشته د ھغې درآمد مجبوري ده٬ د صنعتونو ډيمانډ كښې د اضافې له امله د سكرو كهپت زيات دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر عثمان خان کاکړ د پوښتنې په ځواب ده ووئيل ك?? سكاره درآمد نه كړو نو فرنس آئل به درآمد كول وي او ھغه ګران دي ٬ بلوچستان كښې دومره پېداوار نه لرو چې ضرورت ترسره كړے شي٬ ??يمنټ پلانټس لپاره د سكرو درآمد بهتره لاره ده۔ده ووئېل حكومت د ځائي سكرو ترقۍ لپاره هڅې كوي٬ ??ه ووئيل درې قسم?? سكاره وي٬ ??يمنټ پلانټس لپاره چې كوم سكاره پكار وي ھغه پاكستان كښې نش??ه، زمونږ پ?? سكرو كښې سلفر زيات دي٬ ??ې لپاره درآمد كول مجبوري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سكرو درآمد يو په دوه شوي نه دي البته د منصوبو ډيمانډ زيات شوے او دې لپاره د سكرو كهپت زيات دے٬ پاور پلانټس هم پ?? سكرو چلېږي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن پوښتنه اړوندې كمېټۍ ته ولېږله چې په كمېټۍ كښې به د دې تفصيلي ځواب رامخې ته شي