اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی)د وزيراع??م د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئېلي دي په بېلو ادارو كښې د ضرورت نه د زياتو ملازمانو سرپلس فول ته د لېږلو جاج اخستلے كې??ي٬ د چا معاشي قتل به نه كې??ي٬د اصلاحاتو عمل د ادارو بهترۍ له ضروري دے۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال ډاكټر بابر اعوان د سېنېټر بهرمند تنګي د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د چا معاشي قتل به نه كې??ي۔د كابينې كمېټي جوړه شوې كومې چې سفارشات وركړي او مونږ دغه سفارشات عام كړي۔د قانون وزارت د ځينو سفارشاتو د قانوني اړخونو جاج اخلي٬څوك د ملازمت نه اخوا شوي نه دي۔هغه ووئيل كوم پوسټونه چې د ضرورت نه زيات دي يا د يو په ځاے دوه كسان بهرتي كړی شوي د هغې په اړه ?? وړاندېزونو جاج اخستلے شي۔د سېنېټر بهرمند تنګي د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د سروس سټريكچر يوه خپله تګلاره وي٬ښكته ګرېډس ته رعايت ترلاسه كې??ي٬د سروس رولز له مخې چارې ترسره كولې شي۔