اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې نه پس د جمو كشمير پھ مسئله ?? او آئي رابطه ډلې درې غونډې كړی دي٬ ?? او آئي سي لخوا هند ته متحد سياسي پیغام وركول ډېر ضرورې دي۔د خالي په ورځ په نيويارك كښې به جمو كشمير ?? او آئي سي رابطه ډلې د سفيرانو غونډې ته د وېډيو لنك د لارې پھ خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل چې د رابطه ډلې د نيويارك څانګه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو پشمول په نورو فورمونو په ډاګه كولو لپاره ځانګړی كردار ترسره كوي۔زه د جمو كشمير مظلوم اولس سره پھ يو والي كښې د اسلامي امت شريك مؤثر آواز تشكيل كولو كښې د وروڼو هېوادونو آذربائيجان٬نائيجر٬سعودي او تركيې ته پېرزوينې وړاندې كوم۔ده ووئيل په نيامې كښې د خارجه وزيرانو په كونسل كښې ?? او آئي سي لخوا كشمير??ان?? لپاره د كوټلي دريځ ډېر ښه اثر شوې۔ده ووئيل چې ?? او آئي سي لخوا هند ته د متحد سياسي پیغام وركولو ضرورت دې۔مونږ ته به پوره قوت سره د هند څخه غوښتنه كول وي چې غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي٬د بشري حقونو څخه سرغړونې بند كړي او د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ا?? د كشمير??ان?? د هيلو له مخې حل كړې شي