اسلام آب??د۔10فروری (اے پی پی) ?? كورنيو چ??رو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د تېرو سېنېټ ټاكنو په مهال د اخستلو خرڅولو وېډيو په رامخې ته كېدو د ګرد نظام او ټولن?? سپكاوے شوے۔ وزیراعظم عمران خان د دې لړۍ مخنيوي له د اوپن بېلېټنګ حل ښودلے ۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبر?? كښې هغه ووئيل د سېنېټ په ټاكن?? كښې په لويه كچه اخستل خرڅېدل كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل كله به چې مونږ د میونسپل کونسل ټاكنې كولې نو هغې كښې به هم اخستل خرڅېدل كېدل۔ په خلقو به د نورو ښارونو دورې او عمرې كولې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل په سياست كښې مصاريف زيات شوي ۔ وړاندې به ټاكنې په لږو پېسو كېدلې ولې اوس د ټاكنو په كمپائن د كروړونو په حساب روپۍ مصرف كولې شي۔ هغه ووئيل د بده مرغه د هېواد په سياست كښې پېسه يو شناخت جوړ شوے ۔ وزیراعظم عمران خان د سېنېټ ټاكن?? سپېځلې جوړولو له جدي هڅې كوي۔ هغه اوپن بېلټ غواړي دغسې چې د سېنېټ ټاكن?? سپېځلې وي۔ دې نه وروستو به د عامو ټولټاكنو په حقله هم اصلاحات كولې شي