اسلام آباد۔23فروری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه سياست ?? تجارت ٬ معيشت او د كلتور په شمول د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ هغه دا خبرې ازبكستان لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير سره د نهې په ورځ ملاقات كښې وكړې ۔ هغه ووئيل په دوه اړخيزه مهمو چارو ٬ سيمه ايز صورتحال او په نورو چارو به خبرې كول وي۔ صدر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلې دورو ٬ د پارليماني پلاويو تګ راتګ او د بېلو وزارتونو ترمينځه رابطو ته اړتيا ده۔ هغه په نومولي شوي سفير زور راوړو چې هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او معاشي اړيكو ته وده وركولو ٬ ازبكستان كښې د پاكستانو مصنوعاتو ٬ داروګانو او د خذمات برآمدات زياتولو له ??ار وكړي۔ صدر زياته ك??ه چې نومولے سفير دې پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې له او ازبكستان سره كلتوري تړون لا مضبوطولو له ??م خپل كردار ترسره كړي