اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم عمران خ??ن د ناموس رسالت (ص)په مهمه معامله قام ته خپل خطاب كښې د روايتې احتجاج په ځاے د معاملې حل كولو متبادل اپروچ او تګلاره وړاندې كړې او د لوېديز او اروپاﺀ سفير ويستلو٬اړيكو ختمولو او بندېزنو لګولو غوندې د روايتي غبرګون ور??ولو په ځاے ئې اروپاﺀ او ??وېديز سره د مكالمې او ??غوي په خپل نكته نظر د قائل كولو په تجويز يو ځل بيا زور راوړے۔وزيراعظم عمران خ??ن په خپل خطاب كښې واضحه كړې چې ماته او زمونږ حكومت ته په دې معامله هم دومره تكليف رسېدلے څومره چې نورو مسلمانانو ته دے خو وزيراعظم قام له باور ??ركړے چې د دې معاملې حل تشدد او احتجاج نه دے ځكه چې دې ډول احتجاج سره اروپا او ??وېديز ته هېڅ زيان نه رسي البته زمونږ خپل زيان كېږي لكه څنګه چې د اوسني احتجاج په مهال شوے۔وزيراعظم د دې احتجاج په مهال د انتشهار په صورتحال كښې بهرنو دښمنانو ته د ګټې رسېدلو ذكر هم وكړو۔وزيراعظم په دې معامله د اسلامي هېوادونو او ??سلمانانو يو موټې كېدو اهميت هم رامخې ته كړے۔وزيراعظم قام له باور ??ركړو چې د اسلامي هېوادونو لارښودو او ??شرانو سره دا معامله په نړيوال فورمز پورته كولو ذمه واري اخلم او د دې كمپائن مشري به كوم