اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د متحده عرب امارات درې ورځنۍ دوره كاميابۍ سره ترسره كو??و نه وروستو د نهې په ورځ ايران ته روان شو۔ په هوائي مېدان د اماراتي خارجه وزارت اعلی چارواكو ، یو اے ای كښې د پاكستان سفير افضال محمود او د سفارت خانې سينئر چارواكو خارجه وزير ته په مخه ښه ووې۔ خارجه وزير به خپل ايراني همڅنګ جواد ظريف سره د پلاويو په كچه خبرې كو??۔ هغه به ص??ر ډاكتر حسن روحاني او پارليماني سپيكر محمد باقر غالب سره ملاقات كو??۔ خارجه وزير به د مشهد ښار دوره هم كو??۔ د پلاويو په كچه خبرو كښې به دوا??ه خارجه وزيران د دوه اړخيزه اړيكو ??ا پراخا كو??و په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې لا مستحكم كو??و جاج اخلي۔ دوا??ه خارجه وزيران به د سلامتيا په عمومي وضعه او په خاص توګه په افغان امن عمل او د كشمير مسئله كښې په شوي پېش رفت د خيالاتو څرګندونه كو??۔ دواړه به د ای سی او د سېوري لاندې د سيمه ايزې مرستې په مستحكم كو??و هم غور كو??۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران دوره د دواړو هېوادونو ترمينځھ په ل??ړه كچه د تګ راتګ يوه برخه ده۔ ايراني خارجه وزير جواد ظريف د تېر كال 2020 په نومبر مياشت كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په بلنه د پاكستان دوره كړې وه۔ دغسې دواړو خارجه وزيرانو په 30 مارچ 2021 د تاجکستان پلازمينه دوشنبه كښې د هارټ آف ایشیا استنبول پروسېس وزارتی کنفرنس نهمې غونډې په مهال هم ملاقات كړے و۔