اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي ??ي) د ??ائ??س او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپېدا كولو لپاره د پوهنتونونو او د صنعتي ادارو ترمېنځه د قوي روابطو پېدا كولو ضرورت دے. ده دا خبرې د ګل په ورځ د نېشنل يونيورسټي آف ??ائ??س اېنډ ټېكنالوجي﴿نسټ﴾ دورې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير د نسټ نړيوال او قامي كردار وستائلو او وې وئيل پوهنتون د هېواد د لوړو زده كړو په څانګ?? كښې لوي خدمات ترسره كوي. ده ووئيل د پوهنتونونو كار يوازې ډګري وركول ن?? بلكې هنر وركولو ته ضرورت دے. وفاقي وزير ووئيل د حكومت كار يوازې نوكرې وركول ن?? بلكې داسې ماحول جوړول دي چې پكښې خلق د روزګار موقعې ولري. ده ووئيل بايد پوهنتونونه هم د هېواد پرمختګ او د ځوانانو صلاحيتونه زياتولو لپاره اقدامات وكړي. د وېنټي لېټرو او د دې د پېداوار په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيړ ووئيل د كووډ 19 په اړه د بېړني صورتحال مخ نيوي لپاره مونږ سره مناسب آكسيجن او نور ضروري سټاك شته