اسلام آباد۔30اپریل (اے پی پی) د صدر مملكت كورودانې ثمينه عارف علوي وئيلي دي په معاشي توګه كمزورې طبقو ته سماجي تحفظ وركول او د خلقو د ژوند معيار پورته كول د حكومت په اولنو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ كوچنيان زمونږ سباؤن دي او خپل سباؤن محفوظ جوړولو او دوئي ??ه نوي دور كښې مخ په وړاندې بوتل??و له به دوئي ته تعليم او هنر وركول وي۔ پاكستان بېت المال د كوچنيانو نه مشقت پورته كو??و له فعاله ګامونه پورته كوي۔ هغې دا خبره د جمعې په ورځ د پاكستان بېت المال هېډكوارټرز د مشقت ځپليو كوچنيانو بحالۍ له د پاكستان بېت المال جوړ كړې شويو سكولونو كوچنيانو ته د سكول بېګونو او نورو ډالو وركولو دستورې ته د خصوصي مېلمنې په حېث خطاب كولو۔ دا ډالۍ پاكستان كښې د غېر ملكي سفيرانو كورودانيو ډلې وركړې وې۔ د صدر مملكت كورودانۍ د بېګونو او نور ډالو په وړان??ې كولو د سفارتي كميونټي مننه وكړه۔ خپل خطاب كښې هغې ووئيل كوچنيان زمونږ سباؤن دي او خپل سباؤن محفوظ جوړولو او دوئي ??ه نوي دور كښې مخ په وړاندې بوتل??و له به دوئي ته تعليم او هنر وركول وي۔ هغې ووئيل زه غواړم چې د پاكستان كوم هم كوچنې د محرومۍ احس??س سره مخ نه شي۔ دې مقصد لپاره به ټو??و له خپل كردار ترسره كول وي دغسې چې كوچنيانو ته تعليم او تربيه وركولو سره مونږ راتلونكي نسلونه محفوظ كړې شؤ۔ هغې ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې پاكستان بېت المال كوچنيانو نه مشقت لرې كو??و له فعاله ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې 159مرکزونو كښې كوچنيان مشقت نه لرې كولو سره هغوي ته د پرائمرۍ كچې تعليم وركوي۔ دستوره كښې د انډونیشیا، ملائشیا ، ترکی اوبنګلہ دیش په شمول د يو شمېر هېوادونو سفيرانو كورودانو ګډون وكړو۔