اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز ??ئيلي دي بايد د سائنس او ټېكنالوجي ادارې د اوسني وخت تقاضو سره همغږي ولري. ده دا خبرې د شورو په ورځ د سائنس او ټېكنالوجې وزارت د تنظيم نو په لړ كښې د وړومبې غونډې مشرې كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل په ټولو ادارو كښې به نړيوال معيار باوري كول وي. په دې لړ كښې پاليسي او انتظامي اصلاحات ته ضرورت دے. سېنېټر شبلي فراز ??وئيل په ټولو ادارو كښې به د افرادي قوت ټاكنه د دوي د اهليت او صلاحيتونو له مخې كېږي. ده ووئيل د سائنس او ټېكنالوجې پرمختګ ته مونږ پام لرنه كوو ، د سائنس او ټېكنالوجې په پرمختګ كښې د ريسرچ او ډوېلپمنټ كردار ډېر مهم دے. ده ووئيل م??نږ ته ب?? په خپلو ادارو كښې ريسرچ او د ډوېلپمنټ كلتور ته وده وركول وي. ده ووئيل مونږ ته ب?? خپل ځوانان اېمرجنګ ټېكنالوجيز سره معرفي كول وي او د نوو اقداماتو به ډاډګېرنه كول وي.