اسلام آباد 06 مئي (اے ??ي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي ??ي چې د غريب اولس د خېر ښېګړې په اېجنډا قوي ولاړ يو، د غربت خاتمه، سماجي او اقتصادي پرمختګ او په مالياتي چارو كښې د مېرمنو ګ??ون زمونږ بنيادي هدف دے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د يوې غونډې مشرې كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحاتو سلاكار ډاكټر عشرت حسېن، د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او د وزيراعظم د محصولاتو خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود هم ګ??ون وكړو. په دې موقع ډاكټر ثانيه نشتر د خزانې وزير د وزيراعظم عمران خان د هداياتو له مخې د ټولنې كمزور طبقو لپاره د اسانيو په اړه كښې د بېلا بېلو تجويزونو نه خبر كړو. په غونډه كښې په اړوند چارو تفصيلي خبرې وشوې. د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل چې حكومت د غريب اولس د خېر ښېګړې په اېجنډا قوي ولاړ دے او د احساس پروګرام له مخې په معاشي توګه د ټولنې كمزور مېرمنې بااختيار كولو لپاره به د مرستې كولو لړې روانه ساتلې شي. ده ووئيل چې د غربت خاتمه، سماجي او اقتصادي پرمختګ او په مالياتي چارو كښې د مېرمنو ګ??ون زمونږ بنيادي هدف دے.