نيويارك 19 مئي (اے پي پي)په فلسطين او مقبوضه بېت المقدس د اسرائيل وحشيانه جارحيت او د ظالمانه بريدونو له امله په راپېدا شوي صورتحال خبرو اترو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه (نن) د زيارت په ??رځ نيويارك كښې كېږي كومه چې د او آئي سي چيئرمېن او عرب ليګ مشر په ??شتركه درخواست رابللې كېږي۔ په دې لړ كښې د او آئي سي چيئرمېن عبدالباري او د عرب ليګ د مشر سفيان مموني چيټۍ د لاسليك كولو سره د عمومي اسمبلۍ صدر و??لکن بوزکير ته وركړې او د دې نه پس صدر تېره ورځ د غونډې رابللو اعلاميه جاري كړې۔ “د مينځني ختيز صورتحال” او د ” فلسطين پوښتنه” په سر خط دې غونډه كښې به د پاكستان پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوي څوك چې د وزيراعظم عمران خان په خاص امر د فلسطين ملاتړ لپاره سفارتي مشن له هلې ځلې كوي ۔ د عمومي اسمبلۍ د صدر و??اند د نيوز بريفنګ په ??هال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د فلسطين په صورتحال خبرې اترې به په ??ننۍ كېدونكې غونډه كښې كېږي خو تر اوسه يو قرارداد هم نه دې جمع شوے۔ د عمومي اسمبلۍ دا غونده په داسې وخت كښې كېږي كله چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د فلسطين او حماس ترمېنځه د جنګ بندۍ په ??طالبه اعلاميه جاري كېدو كښې ناكام راغلے او په دې لړ كښې د سلامتي كونسل څلور غونډې شوي او يوه شريكه اعلاميه هم نه ده جاري شوې