اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د مالي كال 2021-22 بجټ به عوام دوست وي ، بلاول صاحب،تاسو د اولس نه د اقتدار سو?? لرې،د کوويډ 19 په وجه معاشي هلي ځلي محدود كيدلو باوجود اېف بي آر جولائي نه تر 31 مئي تر اوسه 4170 اربه ټيکس راجمع كړيے۔د شورو په ورځ د بلاول زرداري په بيان غبرګون كښې ده ووئيل سندھ كښې د تيرو څو لسيزو راهسې د سياسي بدنيتۍ په بنياد د ښارونو او كليو وېش ترمخه د وسائلو په 60 او 40 فيصده کوټه سسټم عمل ونه كړے شو، د سندھ سيمي د خزلې او سيوريج اوبو څخ?? ډكي دي ، سندھ حکومت د دې حالاتو ښه كولو له څه كار نه دے كړے او نه ئې څه سنجيده اقدام كړے ۔ده ووئيل بلاول صاحب، سندھ كښې د امن خراب صورتحال ذمه وار څو?? دي ؟۔ د کراچۍ اولس دا پوښتنه كوي چې د سيوريج لائنونو رغونه ولي نه كيږي،د اوبو لائنونو څخ?? اوبه چرته ځي، د لائنونو اوبه ټينکرو له ولي وركړې كيږي ؟ ده ووئيل د ښار د سرکاري تعليمي ادارو حالت ولي خراب دے ،په سړ??ون?? د اضافي کروړونو روپۍ لګولو نه پس سړ??ون?? ولي خراب دي ؟کراچۍ كښې زمكي ، پارك، د لوبو ميدانونه او سړ??ون?? د قبضه مافيا او چائنا کټنګ ښكار شوي دغه به څنګه بحالولي شي ۔دهووئېل د سېل مرکزونه او صحت مند ماحول وركولو له د ښار ځوانانو له كومې آسانۍ وركړې شوي؟ده ووئيل د بلديات محکمې ادارو، فائر بريګيډ، ريسکيو، لينډ، صحت او د تعليم څانګي حالت ولي خراب دے