اسلام آباد28جون (اے پي پي)پاكستان په افغانستان كښې د تحريك طالبان شتوالي او هلو ځلو پحقله د افغان خارجه وزارت ريماركس د حقيقت نه لرې ګرځولو سره مسترد كړي او وئيلي ئې دي چې د پاكستان د هر ډول ترهګرۍ په ضد د كوم امتياز نه بغېر جنګ په اړه غېر متزلزل عزم واضحه دے?? د ګل په ورځ په افغانستان كښې د ??يټ?? پيد موجودګۍ او د هلو ځلو پحقله د افغان خارجه وزارت ريماركس پحقله د ميډيا د يوې پوښتنې په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل د افغان خارجه وزارت ريماركس د زمكيزوحقائقو او د ملګرو ملتونو د راپوورنو په ضد ??ي په كومو كښې چې په افغانستان كښې د تحريك طالبان د پنځه زرو نه د زياتو جنګيالو د موجودګۍ او هلو ځلو وئيلي شوي۔ وياند ووئيل??يټ?? پي د تېرو څو كالو راهسې افغان خاوره كاروي او د پاكستان دننه په تخريبي كاروائيو كښې ككړ پاتې دے?? وياند ووئيل په روانه مياشت كښې د يو اېن مانيټرنګ ډلې لخوا په جاري راپور كښې د ??يټ?? پيد ”پاكستان مخالف مقاصد” او د ”پاكستان پولو سره نزدې” په افغانستان كښې د دوي موجودګي تسليم كړې ۔ وياند ووئيلد ??يټ?? پيد دښمن د اسختباراتي اېجنسو په مرسته جنګيالو ډلو سره د بيا اتحاد هڅې٬ په افغانستان كښې د دوي موجودګي او د پولې بلې غاړې څخه بريدونه زمونږ د سلامتيا او استحكام لپاره خطر لري۔ وياند ووئيلپاكستان د افغان شخړې سياسي حل لپاره د انټرا افغان امن عمل سهولت كارۍ لپاره مخلصانه هلې ځلې كوي٬ هيله لرو چې افغان اولس به په افغانستان كښې كوټلي امن او استحكام لپاره دې موقعې څخه ګټه پورته كړي