اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې له مخې صنعتي پرمختګ او كركيلي ته پام لرنه كولې شي۔ د سي پېك اتهارټۍ چا??وا??و اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل د صنعت او كركيلې څا??ګه د پاكستان پرمختګ لپاره كل??دي اهميت لري٬ دا ھغه دوه څا??ګې دي كومو كښې چې پاكستان په ماضي كښې د جديدو تقاضو مطابق ترقي نه ده كړې چې په سبب ئې پاكستان ستونزو سره مخ دے خو د سي پېك له مخې په دوېم پړاٶ كښې اوس دې دواړو څا??ګو ته خاص پاملرنه كېږي ٬ دې مقصد ترلاسه كولو لپاره تفصيلي منصوبې ترتيب كړې شوي او كار پرې پېل شوے۔ چا??وا??و له مخې د سي پېك دوېم پړاٶ به د تجارتي توازن نه لرلو په مسئله قابو موندلو له مرستياله وګرځي٬ په دوېم پړاو كښې د بنيادي ډهانچې د پرمختګ د لارې صنعتي ترقۍ ٬ د زراعت مېکانائزېشن، سېلګرۍ٬ هائی ټېك فنانس او سماجي پرمختګ ته خاص پاملرنه كولې شي٬ په هېواد كښې خاص اقتصادي زونز جوړېږي چې ورسره به پېداواري صلاحيت زيات شي، يو شمېر تجارتي هلې ځلې به رامخ?? ته شي او د پاكستان برآمدات به زيات شي ۔ چا??وا??و ووئيل د پاکستان د زياتېدونكې آبادۍ د خوراك ضرورتونه ترسره كولو لپاره زراعت ته ترقي وركول ډېره ضروري ده۔