اسلام آباد 06جولائي (اے پي پي) قانون او انصاف لپاره پارلماني سېكرټري مليکه بخاري وئيلي دي د پي ډي اېم نه پس په مسلم ليګ (ن) كښې زړه ??داوے راغلے، شاهد خاقان د شهباز شريف په ضد بيان وركړے او بيا انكاري شوے٬ ادارې متنازعه جوړونكې اوس د روغې جوړې خبرې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د مريم نواز ميډيا سره د خبرو په غبرګون كښې كړې۔ پارلماني سېكرټري ووئيل د پي ډي اېم نه پس په مسلم ليګ (ن) كښې زړه ??داوے راپېدا شوے ، شاهد خاقان د شهباز شريف په ضد بيان وركړے او بيا انكاري شوے ۔دې ووئېل په كال 2018 ټولټاكنو او دګلګت بلتستان په انتخابات كښې د اولس لخوا ماتي سره مخ به په كشمير كښې هم ماتي سره مخ كېږي۔ دې ووئيل په كشمير كښې به هم عمران خان ټاكڼې ګتي٬ مودي خپل كور ته رابلونكي٬ ګلابي پګړۍ ورپه سر كوٶنكي به په كوم مخ كشميريانو سره مخا مخ كېږي٬ نوازشريف يو ځل هم د كلبهوشن نامه نه ده اخستې٬ ھغه خلق نن مونږ ته د مودي په ضد پېغورونه راكوي۔ مليکه بخاري ووئيل چا چې په څل??رو كالو كښې خپل خارجه وزير تعينات نه كړے شو ھغوي په كومه خله د خارجه پاليسۍ خبرې كوي٬ د نواز شريف خارجه پاليسي دا وه چې خارجه وزارت ته نه وه معلومه چې ھغه كومه پاليسي چلوي٬د نواز شريف خارجه پاليسي دا وه چې د ھغه هندي كاروباري ملګري به غلې راتلل او په ډيل كولو به بېرته تلل۔ دې ووئيل په مسلم ليګ(ن) كښې مريم نواز او شهباز شريف دواړه وزيراعظم جوړېدل غواړي٬ خو اولس ټول جماعت مسترد كړے۔ دې ووئيل د مريم نواز دمقاٶمت بيانيه اوس په روغه جوړه ??دله شوې٬ اولس هم دوي پېژ??دل??٬ ټول مقصد ئې د اقتدار جنګ دے۔ دې ووئيل په مسلم ليګ(ن) كښې اوس د شهباز شريف او مريم نواز ګروپونهجوړ دي، تره او ورېره دواړه ??پل مقاصد ترلاسه كولو لپاره جنګ كوي۔