اسلام آباد۔13جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپر??نو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي الېکشن کمېشن سره فارن فنډنګ كېس كښې د ن ليګ او پيپلز پارټۍ د اكاؤنټس فنانشل اېكسپرټس او چارتر اكاؤنټنډ د لارې د كره كتنې نوے درخواست جمع كړے شوے۔ د سټېټ بېنك آف پاكستان لخوا د جمع كړي ريكارډ له مخې ګوشوارو كښې د ن ليګ د 12 او د پيپلز پارټۍ د 7 اكاؤنټس ذكر نشته۔ بېنظير بھټو خپل كتاب كښې ??يكلي زما حكومت له مينځه وړلو ??ه نواز شريف د اسامه بن لادن نه پېسې اخستي۔ پيپلز پارټۍ مارك سهګل ته په كوم مد كښې ادائيګي كوله۔ د شهيدانو ورځې په مهال د ځان??نو قرباني وركوؤنكو كشميري وګړو ته سلام كوؤ۔ هغه د نهې په ورځ الېكشن كمېشن كښې د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ فارن فنډنګ په اړه د خپل درخواست اورېدنې نه وروستو ميډيا سره خبرې كولې ۔ هغه ووئيل د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ فارن فنډنګ په حقله سكروټني كمېټۍ كښې زمونږ د درخواست اورېدنه روانه ده ۔ مونږ يو نوے درخواست جمع كړے كوم كښې چې د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ د فارن فنډنګ په اړه جمع كړي ريكاډ ته د رسنې او په خاص توګه د چارټرډ ا??اؤنټنټ او فنانشل اېكسپرټس لخوا د كره كتنې استدعا شوې ځكه چې الېكشن كېمشن دا آساني د پي ټي آئي فارن فنډنګ كېس كښې ??م وركړې۔ هم دا آساني مونږ غوښتلې او د دې د وړاندې نه مثال موجود دے۔ هغه ووئيل زمونږ كېس د كال 2017 نه الېكشن كمېشن كښې روان دے۔ بلخوا ن ليګ او پيپلز پارټي د خپل اكاؤنټس ر يكارډ نه جمع كوي۔ هغه ووئيل د حنيف عباسي په كېس كښې سپريم كورټ پرېكړه كړې چې الېكن كمېشن آف پاكستان دې د ټولو سياسي ګوند??نو د اكاؤنټس كره كتنه وكړي۔ هغه ووئيل د پي ټي آئي په ضد فارن فنډنګ كېس كښې د 60 زره عطيه كوؤنكو وګړو ريكارډ وړاندې كړے شوے۔ هغه ووئيل ن ليګ او پي پي پي د خپل ګوند اكاؤنټس هم مني لانډرنګ ٬ كرپشن او جعلي اكاؤنټس لپاره كارولي۔ هغه ووئيل بې نظير بھټو خپل كتاب كښې ??يكلي چې نواز شريف زما حكومت له مينځه وړلو ??ه اسامه بن لادن څخه پېسې اخستي۔ دا نه ده معلومه كوم ځاے نه د چا په نامه پېسې اخستې شوي۔ هغه ووئيل نن 13 جولائي ده ٬ په كال 1931 كښې ??ه ننۍ ورځ د ډوګرا راج مخې ته تش لاسې كشميري وګړي لكه د مضبوط دېوال ولاړ وو۔ د هغوي قربانيو ته سلام كوؤ۔ هغه ووئيل يوه محترمه چې كله كشمير ته ځي نو د كشمير لور ٬ پنجاب ٬ سندھ ٬ ګلګت بلتستان كښې د دغې ځاي??نو لور او لاړكانه كښې د زرداري لور جوړېږي۔ هغه ووئيل دا د جعل سازۍ انتها ده۔ د عكس??نو په دوكان كښې د نواز شريف عكس د ځان سره په لګولو ??ويټ كولې شي بيا دا ډيليټ كړي او دا ځكه چې نواز شريف خو لندن كښې ??است دے ٬ د پوليو مېچ ګوري۔هغه ووئیل عمران خان د ملګرو ملت??نو ٬ ټرمپ سره د ملاقات او د او آئي سي په شمول په هر يو فورم د كشمير ریښتینے وکیل او د کشمیر یو پیاوړي سفیر په حېث د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بوتللو سره د انتها خوښۍ په هندوتوا فلسفه اډانه د مودي سوچ په ډاګه كړے۔ نن كه چیرې غربي ميډيا د مودي دولتي ترهګري رامخې ته كوي نو دې كښې ??م د عمران خان هلې ځلې شامل دي۔