اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي آزاد جمو كشمير كښې د پاكستان تحريك انصاف وړومبے حكومت جوړ شوے٬د آزاد جمو كشمير اولس پاكستان تحريك انصاف له لويې مېنډېټ وركړے ٬ اوس عبدالقيوم نيازي د آزاد كشمير وزيراعظم ټاكلے شوے٬وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې احتساب او اصلاحات ته خاص پام لرنه كوي٬نواز ??ريف او مريم نواز ?? سسټم برخه نه ده٬بايد شهباز ??ريف په پارليمنټ كښې خپل كردار ترسره كړي۔?? دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يو نج?? ټي وي ??ين?? سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل عبدالقيوم نيازي د پونچه سېكټر سره تعلق لري هغه يو پخوانې سياستمدار دے او د كشميري اولس ??حساسات پېژني۔ده ووئيل د كشمير د آزدۍ په حقله په هلو ځلو كښې هم د سردار عبدالقيوم نيازي د كورنۍ خاص كردار دے۔مونږ په دې پوهېږو چې هغه به ټول سسټم په ښه ډول مخ په وړاندې بوځي او په صحيح معنو كښې به د كشميري اولس ??رجماني وكړي۔وزيراعظم عمران خان په هغه باور كړے او هيله لرو چې هغه به په زړه پورې كردار ترسره كړي