اسلام آباد21ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي نړۍ له په دې نازك پړاؤ افغانس??ان يوازې پرېښودل نه دي پكار٬په منطقه كښې د امن او استحكام د نوي دور آغاز كېدے شي٬ نړيواله ورورولي په افغانس??ان كښې د امن او استحكام شريكه ذمه واري لري۔د نهې په ورځ په سي اېن اېن خپل يو مضمون كښې خارجه وزير ووئيل د نړۍ سترګې يو ځل بيا افغانس??ان ته دي٬نړيواله ورورولي په صورتحال تشويش لري٬چېلنج دا دے چې په افغانس??ان كښې د خپلو مفاداتو نه بالا امن او استحكام له په ګډه كار وكړے شي۔د څلورو لسيزو نه د زياتې مودې روانو شخړو افغان اولس ته لوي زيان رسولے٬هغوي د دې ستونزو څخه خلاصولو ته اړتيا ده ٬پاكس??ان په افغانس??ان كښې د امن او استحكام ليدلو تر ټولو زياته خوښي لري۔ده ووئيل افغانس??ان يو ورور دے نه چې د سيمه ايزې برلاسۍ خواهشاتو په بنياد يو پيدل ۔ ده ووئيل پاكس??ان د تېرو دوو لسيزو څخه د ترھه ګرۍ په ضد جنګ كښې د 80 زرو نه د زياتو ځانونو قربانۍ وركړي٬د 40 لكه نه د زياتو كډوالو كوربتوب يې كړے او د 150 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان يې پورته كړے ۔د ده وېنا وه د تورونو لګولو لوبې او غېر حقيقي هيلو مونږ زيات آزمائېلي يو خو مونږ د افغانس??ان استحكام لپاره په خپل لوظ عمر له ولاړ پاتې يو۔د امريكې او طالبانو ترمينځه د شوؤ خبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكس??ان تعميري كردار مهم دے كوم چې په امن لوظ نامه ترسره شو۔ده ووئيل د 15 اګست 2021 نه وروستو طالبان كابل ته داخل شول او په صدارتي محل يې قبضه وكړه او پاكس??ان په كابل كښې خپل سفارت پرانستې وساتلو او پاكس??ان انټرنېشنل ايئر لائن پي آئي اے د سفارتي مشنز٬نړيوالو تنظيمونو٬اېن جي اوز او د مېډيا ادارو غړي راويستلو له مرسته وكړه۔ده ووئيل د افغانس??ان د تاريخ روح بدل شوے خو مونږ په منطقه كښې د استحكام د نوي دور آغاز كولې شو۔خارجه وزير ووئيل د افغان اولس په حقله د رېښتنې خواخوږۍ او د يو انسان دوسته نكته نظر ضرورت دے۔د دې سره سره مونږ په لوېديز زور راوړل غواړو چې هغوي د خپلې معاشرتي نظريې ترمخه د افغان ټولنې روانولو رجحان پرېدي۔پاكس??ان د افغان ټولنې ګ?? قوميتي كردار احترام لپاره د يو جامع نكته نظر مرستياله دے۔ده ووئيل مونږ د بشري حقونو تحفظ٬په خاص توګه د مېرمنو او د انجونو او د افغان ودانۍ د ډېرو كمزورو طبقو د تحفظ مرسته كوو۔ ده ووئېل مونږ يو داسې افغانس??ان ليدل غواړو كوم چې د ځان سره سره د ګاونډيانو او د نړۍ لپاره هم امن لرونكے وي۔د نړيوالې ورورولۍ غوندې مونږ هم دا خبره باوري كول غواړو چې افغانس??ان بيا د ترهه ګرو ځاې جوړ نه شي۔خارجه وزير ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د طالبانو د اړخه شوې اعلانات د امن راوستو٬استحكام زياتولو او د مفاهمت لپاره د كار كولو د خوښۍ عكاسي كوي٬مونږ ټولو له د د??ې بياناتو او اشارو ډاډګيرنه او مرسته پكار ده۔د نړيوالې مالي مرستې په اړه مونږ له د افغانس??ان يوازې پرېښودو ٬ د انساني خواخوږۍ د نتيجو نه خبر پاتې كېدل پكار دي ۔ ده ووئېل مونږ باور لرو چې په تېرو 20 كلونو كښې چې څه هم په افغانس??ان كښې مصرف كړے شول نو د هغې يوه لږه برخه هم هېواد پخپلو پښو ودرولو له مرستياله ثابتېدې شي۔دې سره به نه يوازې سيمه ايز امن او استحكام ته ګټه ورسي بلكې د نشه اي توكو قاچاق مخ نيوي له به هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئېل نړۍ له په دې مهم پړاؤ افغان اولس يوازې پرېښودل نه دي پكار۔