كراچې 04 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې حكومت دين لپاره د مدرسو خدماتو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. ده دا خبرې د كراچې دورې په مهال دارالعلوم ته د راتګ پ?? موقع نامتو عالم دين ا?? د وفاق المدارس صدر مفتي تقي عثمان سره د ملاقات په مهال وكړې. د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي ب??ان كښې وئيلي شوي دي چې د ملاقات په مهال د مدرسو او نظام تعليم ??شم??ل د افغانستان په معاملو خبرې اترې وشوې. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې جوماتونه او مدرسېې د اسلام مينارې دي، د اسلام په تبليغ كښې د مدرسو كردار ډېر مهم دے. ده ووئيل چې حكومت دين لپاره د مدرسو خدماتو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. په دې موقع په خپلو خبرو كښې مفتي تقي عثماني ووئيل چې د افغانستان ا??سني صورتحال په اړه د پاكستاني حكومت دريځ سم دے. د كورنيو چارو وزير ووئيل ??ې نړۍ دې د طالبانو حكومت ته وخت او وسيلې وركړي، حالات به ښه شي.