اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په اوسني حكومت كښې ادارې خپلواكه دي٬ سر شمېرې لپاره به د ټولو اړوندو فريقېنو باور ترلاسه كولې شي۔ الېکټرانک ووټنګ مشين به د ټاكنو عمل كښې سپېځلتيا رامخې ته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د متحده قومي موومنټ پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ پلاوي كښې د آئي ټي وفاقي وزير ??مين الحق ٬ مقبول صديقي ??و سېنېټر فېصل سبزاري شامل وؤ۔په دې مهال ملاقات كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ??سد عمر هم موجود ؤ۔ په دې مهال د سړي سر مشېرې او سندھ كښې د وفاقي ??كومت لخوا په روانو پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي كراچۍ كښې د پبلك ټرانسپورټ او انفراسټركچر بهترۍ له د وفاقي ??كومت لخوا په منصوبو پېل كولو وزيراعظم ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل حکومت او اتحاد?? ګوندونه به په ګډه د سندھ او په خاص توګه د كراچۍ پرمختګ له فعاله كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل په اوسني حكومت كښې ادارې خپلواكه دي٬ سر شمېرې لپاره به د ټولو اړوندو فريقېنو باور ترلاسه كولې شي۔ الېكټرانك ووټنګ مشين به د ټاكنو عمل سپېځلے كړي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې په دې اړه شع??ر بېدارولو ته اړتيا ده۔