اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان د ج??عې په ورځ د پاکستان سیټیزن پورټل ترسېوري لاندې كرونده ګرو لپاره د مخصوص “کسان پورټل” اجرا وكړه۔ په دې موقعه د وزيراعظم د نېشنل فوډ سېكورټي خصوصي مرستيال جمشېد اقبال چيمه هم موجود ؤ۔ دې نه وړاندې په پاکستان سیټیزن پورټل كښې د كرونده ګرو مسئلې حل كولو ??ه كومه مخصوس كېټګري موجود نه وه چې له امله به ئې د هغوي مسئلې حل كېدو له اړوندو ادارو ته نه رسېدې۔ د وزیر اعظم د كركيلې پرمختګ لپاره د ټاكلې شويو هدفونو لمخې د كرونده ګرو مرستې او د دوئي د مسئلو ??ه ترجيحي بنيادونو حل كول ممكن جوړولو ??ه به كسان پورټل مهم كردار ترسره كوي۔ د كسان پورټل لاندې په وفاقي او صوبائي كچه په اړوندو ادارو كښې ټول 123 ډش بورډ جوړ كړې شوي دي۔