اس??ام آباد 22 اکتوبر(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د كورونا وبا په مهال د آن لائن فاصلاتي تعليم اهميت زيات شوے٬ د لوړو زده كړو كمېشن دې د جديد دور د بدلېدونكو ضرورياتو او د نړيوال معي??ر تر مخه فاصلاتي تعليمي پالېسي ??ا ښه كړي ۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر ??مل??ت د دې خيالاتو څرګندونه د ج??عې په ورځ د لوړو زده كړو كميسون لخوا په آن لائن فاصلاتي تعليمي پالېسۍ د بريفنګ وركولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د آن لائن فاصلاتي كورسز مواد د ماركيټ ضرورياتو له مخې وضع كول پكار دي٬د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په اعلٰی تعليمي ادارو كښې د زده كوونكو د شمېرې زياتېدو ضرورت دے۔ډاكټر عارف علوي د ورچوئل يونيورسټۍ د آن لائن او فاصلاتي تعليم پروګرامونو ستائنه كولو سره وئېلي دي د زده كوونكو په شمېره كښې اضافې لپاره د ورچوئل يونيورسټۍ پشان د ادارو د هڅو زياتولو ضرورت دے۔صدر ته د اېچ اي سي ??خوا په دې اړه بشپړ برېفينګ وركړے شو۔صدر ??مل??ت ته ووئيل شول د آن لائن فاصلاتي تعليمي پالېسۍ له مخې به پوهنتونونو ته د آن لائن او فاصلاتي تعليم اجازه وركولې شي۔دا پالېسي ??ولو اړوندو ډلو او پوهانو سره په مشوره جوړه كړې شوې