اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د از??کستان صدر شوکت مرزايويوف سره ټېلي فوني تماس نيولو سره په دوېم ځل په صدارتي انتخاب كښې په كاميابۍ مباركي وركړې۔ د نهې ??ه ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په دوېم ځل په صدارتي ټاكنو كښې كاميابي د اولس لخوا په از??ک صدر شوکت مرزايويوف د باور څرګندونه ده۔ وزيراعظم په دې موقع په تجارتي او اقتصادي اړيكو كښې د اضافې په ضرورت زور راوړلو سره د پاكستان لخوا د سيمه ايزو روابطو اېجنډا مخ ??ه وړاندې بوتللو لپاره د ټرانس اسياء ريلوے په منصوبه كښې د مرستې پخلې وكړو۔ دواړو مشرانو تجارت٬ معيشت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ امنيت او د تعليم په قانګه كښې د د??ه اړخيزه مرستې لا ??ستحكم كولو اتفاق وكړه