اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) حکومت او تحريک لبيک په اتفاق سره يو تفاهم ته ??سيدلي ٬ د لوظنامې مثبتې نتيجې به راتلونکې يوه اونۍ كښې څرګندې شي ٬ حکومت په د?? لړ کښې درې کسيزه کميټي جوړه کړې ده۔ خارجه وزیر شاه محمود قریشي او مفتي منیب الرحمان وئیلي، چې په لوظنامه كښې سولې او امنیت لپاره صادقانه هڅې شوي او ټولو شریکانو په د?? لړ كښې خپل تر ټولو غوره رول لوبولې دې، خبرې د تاؤ تريخوالي په چاپېريال كښې نه بلكې په جدي او آزادانه چاپېريال كښې وشوې٬ اړې ګړې د پاكستان په ګټه نه د?? ٬ دا د هغه قوتونو په ګټه د?? څوك چې په هېواد كښې انتشار غواړي٬ علماﺀ كرامو د فهم او فراست نه كار اخستلو سره هېواد د بحران نه بچ كړو ٬ د قومي سلامتيا غونډه كښې خبرو ته ?? ترجيح وركولو پرېكړه شوې وه۔ د اتوار په ورځ خارجه وزير شاه محمود قريشي د مفتي منيب الرحمان، د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان په ملګرتيا خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل د ټولو علماؤ، مش??ئخ او اکابرو د زړه د كومي نه مننه كوم كومو چې هېواد له ګډوډي وساتلو۔ خارجه وزير ووئيل کله چې له تهران څخه دلته ??اغلم نو د ملي امنيت د كمېټۍ غونډه وشوه٬ له اوږدو سلا مشورو وروسته پرېکړه وشوه، چې خبرو ته ??ايد لومړيتوب ورکړو، مسئله په زور نه، بلکې د مصلحت له لارې هوارول دي۔ هغ?? ووئيل په د?? مهال املاكو ته ?? زيان رسېدو ٬ د خلكو روغتونونو ته ??و د كوچنيانو سكولونو ته ??سېدو كښې ستونزو سره د مخ كېدو او د معاشي زيان اندېښنه كېدې شوه خو حكومت او تحريك لبېك دا صورتحال نظر كښې نيولو سره يوه سولييزه او غوره لاره خپله كړه او زه د اهل سنت لارښودو او د تحريك لبېك مشرتابه مننه كوم كومو چې د خېر په د?? كار كښې برخه واخسته۔ خارجه وزير ووئيل په د?? كار خېر کښې مفتی منیب الرحمان، مولانا بشیر فاروق قادری، ثروت اعجاز قادری، صاحبزاده حامد رضا او نورو علماو او مشرانو ګډون برخه واخسته۔ هغ?? ووئيل د هېواد او ملت ګټې په پام کښې نيولو سر?? ووئيلې شؤ چې اړې ګړې د پاكستان په ګټه نه د?? ٬ دا د هغه قوتونو په ګټه د?? څوك چې په هېواد كښې انتشار غواړي۔ په د?? موقعه خپل خطاب كښې مفتي منيب الرحمن ووئيل زه د ميډيا مننه كومې چې دې كارخېر ته وده وركولو له ټول قام او معاملاتو ته مثبت رنګ وركړو۔ هغ?? ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا په درې جدي شخصياتو مشتمل كمېټي جوړه كړې شوه۔ په كمېټۍ كښې د حكومت لخوا خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان او تحريك لبېك لخوا مفتي ، علامه غلام عباس او حافظ حفیظ شامل دے۔ هغ?? ووئيل د وزيراعظم مننه كوم چا چې كمېټۍ ته ??ختيار وركړو او په كمېټۍ ئې د خپل باور څرګندونه وكړه۔ هغوي په جدي توګه د مسئلې حل كولو كښې تعمير كردار ترسره كړو۔ دغسې د تحريك لبېك لخوا كمېټۍ ته ?? حافظ سعد حسېن رضوي ملاتړ ترلاسه د??۔ هغ?? ووئيل له ملت نه غوښتنه كوم چې پاكستان اسلام او حب الوطني په نظر كښې نيولو سره د انساني ژوند تحفظ باوري كري۔ هغ?? ووئیل چې دا خبرې په یوه کړکېچنه فضا کې نه، بلکې په جدي، مسؤولانه او په خپلواکه توګه ترسره شوې دي. د تاؤ تريخوالي په فضا كښې په جذباتو قابو لرل يوه خوشبينه خبره ده۔ ټولو اړخونو د جوش په ځائې د هوش نه كار واخست او پوهې او زيركتيا څرګندونه ئې وكړه۔ مفتي منيب الرحمان ووئيل د حکومت او تحريک لبيک تر منځ له تفصيلي خبرو اترو وروسته لوظنامه شوې ده۔ هغ?? ووئيل د لوظنامې تفصيلات به په مناسب وخت رامخې ته ??ي۔ د دواړو خواوو تر منځ لوظنامه د هېواد په ګټه كښې وكړې شوه دغسې چې کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي. هغ?? ووئيل چې د 12 نه تر 13 ساعتو پرله پسې هڅو په نتيجه كښې خبرې كاميابې شوې٬ دې خبرو لپاره مونږ خواري وكړه۔ تر راروانې اونۍ به ددې لوظنامې مثبتې نتيجې رامخې ته ??ي۔ د لوظنامې په نتيجه كښې يو اسټرېنګ كمېټي جوړه كړې شوې ده چې مشري به ئې د پارليماني چارو وفاقي وزير علي محمد خان كوي۔ كمېټي به د نن نه كار پېل كړي۔ هغ?? ووئيل دا لوظنامه په خپلواكه او مسؤولانه چاپېريال كښې وشوه۔ هغه ميډيا ته ??واست وكړو چې هغه د?? د هېواد او ملت په خاطر د مثبو اړخونو رامخې ته كولو هڅه وكړي۔