اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) پی آئی اے د عراق نجف ښار لپاره په باقاعده توګه خپل پروازوه پېل كړي دي۔ د 219 اولنے شېډول پرواز 91 مسافرو سره نجف ته لاړو او بېرته هېواد ته راورسېدو۔ پاكستان ??ښې د عراق سفير ا??مد عباس لفته او د پي آئي اے چيف اېګزېكټو افسر ايئر مارشل ارشد ملك هم پرواز سره ؤ۔ د پی آئی اے وياند عبد الله خان ??خوا د جاري شوې اعلاميې لمخې په كراچي ائیر پورټ د روانېدو نه وړاندې يو ساده مګر پروقاره دستوره وشوه كومه كښې چې ??ی سی او پی آئی اے، عراقی سفیر، علماﺀ كرامو او مسافرو په ګډه كېك كټ كړو۔ د پی آئی اے چیف اېګزېکټو افسر ائیر مارشل ارشد ملک په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل د پاکستان ??خوا مو د مينې او سلامتيا پېغام مو راوړې دې۔ د نجف ګورنر د ګرانو مېلمنو هركلي كولو سره ووئيل د پی آئی اے او پاکستانی زائرینو په خذمت كښې به كوم كمې نه كوؤ۔ پاكستاني سفير ا??مد امجد علي ووئيل د پی آئی اے شېډول پروازونو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ هغه ووئيل زمونږ هڅه ده چې د نجف نه پس به پي آئي اے د بغداد روټ هم ډېر زر پېل كړي۔ پلاوي د استقبا??يې نه وروسته د مسجد کوفه او د حضرت علیؑ د روضې زيارت اوكړو او بيا هم د دغه پرواز د لارې هېواد ته بېرته راورسېد