اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص مرستيال او د پاکستان علماﺀ کونسل چئيرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د طالبانو حکومت سره مفاهمت سيمه كښې امن لپاره ضروري دې،ځينې قوتونه فرقه واريت هڅې كولو سره پاکستان غير مستحکمول غواړي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د پېښو په ځائې هوټل كښې جمعيت عل??اء اسلام س پخواني امير او دفاع پاکستا?? مشر مولانا سميع الحق په ياد كښې قومي کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔کنفرنس كښې د ټول هېواد څخه عل??اء کرامو ګډون وكړو۔ مفتي تقي عثماني ،سراج الحق، مولانا محمد احمد لدھي??نو??، مولانا محمد خان شيراني او جے يو آئي س مرکزي امير مولانا حامد الحق هم په موقع موجود ؤ۔ مولانا طاهر اشرفي ووئيل ما د ژوند 35 كاله مولانا سميع الحق سره تير كړي،زه په دې وياړ لرم ،افغانستان كښې بدلون راغلې او طالبان حکومت سره مفاهمت د امن لپاره ضروري دې۔مولانا طاہر اشرفي د هېواد د حالاتو په اړه خبره كولو سره ووئيل ځينې قوتونه پاکستان كښې انتشار خپرولو تور په په افغانستان لګول غواړي،ځينې قوتونه فرقه واريت هڅه كولو سره پاکستان غير مستحکمول غواړي