اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي د اوبو كمي او په ګلوبل وارمنګ قابو موندلو لپاره د كوټلو اقداماتو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي د آبي وسائلو تحفظ او مېنجمنټ لپاره لا تحقيق كولو سره به په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي، حکومت په هېواد كښې د اوبو د زيات شوي كمي مسئلې حل لپاره بشپړه هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اوبو د موثره نظام په اړه نړيوال كنفرنس ته خپلې و??نا كښې وكړه ۔ په کنفرنس كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز، د پاکستان کونسل آف ريسرچ ان واټر ريسورسز چئيرمېن ډاکټر محمد اشرف، د انټرنېشنل واټر مېنجمنټ انسټيټ??وټ ډائريکټر جنرل مارک سمتھ، د انسټيټ??وټ په پاكستان كښې نمائنده ډاکټر محسن حفيظ، د انټرنيشنل واټر مېنجمنټ انسټيټ??وټ د بورډآف ډائرېكټرز غړې سيمي کمال پشمول د موسمياتي او آبي پوهانو ګډون وكړٶ۔ صدر دستورې ته خپلې و??نا كښې ووئيل ګرده نړۍ كښې د ګلوبل وارمنګ او نور موسمياتي چېلنجونه رامخې ته دي٬ حكومت د اوبو پانګو بهترۍ لپاره كار كوي، د زراعت په څانګه كښې د اوبو بهتر استعمال ډېر ضروري دے۔ ده كنفرنس خوشبينه ګرځولو سره ووئيل پخواني چيف جسټس د اوبو سټورېج پحقله زيات كار كړے، ګلوبل وارمنګهم د اوبو پانګو لپاره مسئله ده٬ داوبو په استعمال كښې به ټولو له د ذمه وارۍ احساس پكار وي،ده ووئېل په پخوانو وختونو كښې به تهذيبونه د دريابونو په غاړهوٶ٬ بلوچستان كښې په سلګونو كوچني بندونه جوړېږي٬ نن د اوبو ري سائيكل كولو ته ضرورت دے ۔ صدر ووئيل ګلوبل وارمنګ او نورو موسمياتي چېلنجونو سره كم او زيات بارانونه د پرېشانۍ سبب جوړېږي۔ ده ووئيل بلوچستان، تھرپارکر او چولستان ته د اوبو مسئله رامخئ ته ده٬ كوئټه كښې د دريو كالو راهسې د اوبو د كمي لويه مسئله رامخې ته ده۔صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د نړۍ د نورو هېوادونو په رنګ پاكستان كښې هم د اوبو تحفظ لپاره په سركاري او غېر سركاري كچه اقداماتكول غواړي ، کراچۍ كښې صنعتونو ته ري سائيكل اوبو وركول پكار دي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پنجاب كښې د زمكې نه 12 مېليونه اېكړه فټه اوبو وېستلې كېږي كومه چې د تشويش خبرې ده۔ صدر ووئيل د ګلوبل وارمنګپه نتيجه كښې په هوا كښې د اوبو تناسب به زيات شي چې له مخې به ئې په يو ش??ېر سيمو كښې بارانونه كم او په يو ش??ېر كښې زيات كېږي۔ صدر ډاكټر عارف علوي د كنفرنس په كولو د انتظاميې مننه كولوسره ووئيل په كال 1960 كښې د سندھ طاس ابي لوظنامه شوې٬ ھغه وخت زمونږ دا خيال ٶ چې مونږ زياتې اوبه لرو خو اوس صورتحال دا دے چې د اوبو كمېدل زياتېږي، اوس نړۍ ګلوبل وارمنګ سره مخ ده٬ په اوبو ذخيره كولو به هم معامله حل نشي