لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي مسلم لیګ(ن) په کراچۍ كښې د ګرين لائن علامتی پرانسته كړې وه كومې لپاره چې كله هم روپۍ نه وې بيلې كړې شوې ٬ بلکه د دغه روپو په غلا كولو ئې لندن كښې فلیټس جوړ كړي ،(ن) لیګ دې بالكل پرانسته وكړي خو هغوې له به د برېښنا ګرانو پروژو او د ٢٠ اربه ډالره تجارتی خسارې ذمه واري هم منل وي، ده ??وئېل پاکستان كښې جې په كومه ورځ دا پريكړه وشوه چې څوك هم غلطي وكړي نو هغه له به سزا وركړې كېږي نو بيا به نه يواځې انسانی حقونه باوري شي بلكه سیاسی صورتحال به هم ښه شي، ده ??وئېل حکومتونه كه ځواب وركونكې شول نو بيا به كوم ??م حكمران نه بليك ميل كېږي ،د سیالکوټ پېښه يوه ناوړه پېښه ده او د دې چې څورمه هم غندنه وشي كمه ده ?? دې ډول پېښو حل په ټولنه كښې د ملک عدنان غوندې انسانانو له لټول دي، ده ??وئېل موجودہ حکومت ميرمنو له په وراثت كښې د حق وركولو ،د اینټي ریپ کیس پشمول د ناسمه حالاتو بايجود دومره قانون سازی کړې كومه چې په ماضي كښې مثال نه لري۔ ده د جمعې په ورځ لاهور ګورنر هاؤس كښې د بشري حقونو نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وينا كوله۔ په دې موقع د وزیر اعظم خاص نمائندہ حافظ طاهر محمود اشرفی،صوبائی وزیر اعجاز عالم آګسټین،اې?? این اے شهنیلا روتھ، اېم پی اے هارون عمران ګل پشمول نور هم موجود وو ۔ ډاكټر شهباز ګل وو??يل اپوزېشن ته وايم چې هغوې كومه تباهي كړې ،كوم څه چې هغوې كړي د هغې زمه واري به هم مني ،اپوزېشن دې له هوش نه كار واخلي ، داسې نه شي كيدے چې خواږه خوري او تراخه توكي۔ ده ??وئېل هغوې چې څه خراب كړي هغه په 5 يا لسو كلونو كښې نه سمېږي ٬ هغې لپاره وخت پكار دے۔