اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د اے پي اېس او د مشرقي پاكستان ??ېښ?? زمونږ د تاريخ دوه د نه هېرېدو وړ پېښې دي٬ دې ??ېښ?? د پاكستان قام ته د قام دښمنه عناصرو په ضد د مقابلې كولو نوې جذبه وركړې۔ د آرمي پبلك سكول (اے پي اېس) كليزې په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د اے پي اېس او د مشرقي پاكستان ??ېښ?? زمونږ د تاريخ دوه د نه هېرېدو وړ پېښې دي۔ په نننۍ ورځ ټول قام خپلو شهيدانو ته پېرزوئنې او سلام وړاندې كوي?? حكومت په نېشنل اېكشن پلان په سنجيدګۍ سره عملدرآمد كوي دغسې چې دا ډول ??ېښ?? بيا رامخې ته نشي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان په ضد ناوړه مقاصد لرونكو عناصرو سره به سختي كولې شي