اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په ??فغ??نستان كښې كه صورتحال لا ناوړه شي نو دې سره لويې بشري بحران رامخې ته كېدې شي٬ د افغانستان صورتحال يوازې پاكستان ته نشي پرېښودلې كېدې٬ د نړۍ يو معيشت هم دا ډول بوج نشي زغملے، مونږ نه غواړو چې ??فغ??ن اولس كډه وكړي٬ د ??فغ??نستان مسئله د پاکستان، ايران، ازبکستان او تاجکستان پشمول نړۍ لپاره مشكل صورتحال پېدا كولې شي۔ دا خبرې ده د اتوار په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كنفرنس په موقع خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل دا كنفرنس د افغانستان پحقله ي?? لويې كنفرنس دے، ??فغ??نستان كښې وضعه خرابېږي٬ مېرمېن او كوچنيان زيات متاثره دي، پاکستان وړاندې ??فغ??نستان ته 5 اربه روپۍ د مرستې په توګه وركړي دي٬ د افغانستان صورتحال يوازې په پاكستان نشي پرېښودلې كېدې، د نړۍ يو معيشت هم دا ډول بوج نشي زغملې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل امريکې د افغانستان 9 اربه ډالره منجمد كړې دي، كه دا رقم بېرته ورنه كړې شي نو د دې په نتيجه كښې به بحران لا زيات شي، ??فغ??نستان كه په سياسي توګه تسليمولې نه شي نو لږ تر لږه په تعليم٬ صحت او خوراك دې نېغ په نېغه رقم مصرف كړې شي۔