اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرسته زياتولو عزم لرو۔ دا خبرې ده په پا??ستان كښې د سعودي سفير نواف المالکي سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره په خا??جه وزارت كښې ملاقات كولو۔ خا??جه وزير وو??يل پاکستان او د سعودي عرب ترمېنځه په يوه عيقده٬ كلتور٬ تاريخ او د ستراتېژك مرستې په بنياد آډانه د ورورولۍ اړيكې قائم دي۔ ده وو??يل د دواړو وروڼو هېوادونو مشران د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرسته د زياتولو عزم لر?? او دواړو وروڼو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل معاونت كړے ۔ خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وو??يل د پاکستان په تعمير او ترقي كښې د سعودي واكمنو مرستې ته د قدر په سترګه ګورو