اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قامي سلامتيا صلاحكار ډاکټر معيد يوسف وئيلي دي د قامي سلامتيا پاليسۍ كښې زمونږ هدف معاشي سلامتيا ده،مونږ د خپلې پراخه قامي ګټې او په کور ايشوز سمجھوته کولو نه غير هند او د افغانستان پشمول ګاونډيانو سره اړيكو ښه كولو له خواهش لرلے ، جمو او کشمير د پاکستان لپاره د قامي سلامتيا د ګټې چاره ده او د كشمير په شخړه سمجھوته کولو سره حالات معمول ته نه شي راتللے۔د زيارت په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د كشمير پارلماني كمېټۍ ان کيمره غونډه د شهريار آفريدي په مشرۍ كښې ??شوه۔په دې موقع د قومي سلامتيا صلاحكار ډاکټر معيد يوسف کمېټۍ ته په قامي سلامتيا پاليسۍ بريفنګ ورګړو۔ده ووئيل پاليسۍ كښې جمو او کشمير شخړه د يو جلا دستاويز په توګه مرتب کړې شوې او دا د قامي سلامتيا په پاليسۍ كښې د هېواد وړومبي قامي ګټې په توګه اېښودلې شوي۔کشمير له د قامي سلامتيا په ګټه كښې ??ه زړه پورې ځاے وركولو مطلب دا دے چې كه د قامي سلامتيا ګټې ته كوم خطر وي نو دا به د جنګ راپارولو موجب وي۔ډاکټر معيد يوسف ووئيل دا پاليسي د معاشي سلامتيا سره ي?? ځاے ده ،زمونږ هدف معاشي سلامتيا ده او مونږ د خپلې پراخه قامي ګټه او په کور ايشوز سمجھوته کولو نه غير د هند او افغانستان پشمول ګاونډيانو سره هم د اړيكو ښو كولو خواهش لرلے ۔ده ووئيل کشميريان د انسانيت په ضد جرائمو اوغير قانوني قابضو عسكرو د لاسه جنګي جرائم سره مخ دي او پاکستان به د هند جرمونه نړۍ ته په ډاګه كوي۔د خارجه وزارت وياند عاصم افتخار ووئيل پاليسي دستاويزات واضحه كوي چې د كشمير شخړه زمونږ د قامي سلامتيا د ګټې مهم باب دے۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې دا پاليسي به د كشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت روان وساتي۔د كشمير شخړه حل كول زمونږ د هند سره اړي??و كښې ??رکزي حيثيت لري او دا په وړومبي ځل نه ده شوې چې پاکستان کشمير پراخه قامي ګټه ګرځولې ٬ په پاليسۍ كښې وئيلي شوي جمو او کشمير اولس له دې د ملګرو ملتونو قرادادونو له مخې د هغوې د سباؤن د پريكړې كولو حق وركړے شي،اوس دا په هند ده چې سيمه كښې امن او سلامتيا لپاره ماحول جوړ كړي۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ په جمو او کشمير كښې د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو او په جنګي جرمونو تنقيد زيات كړے۔سنېټر مشاهد حسين سيد ووئيل ډاكټر معيد يوسف پاليسي جوړولو كښې ??وې خيالات شامل کړي او ټول غړي د هغه کردار ستائي۔ شهريار آفريدي ووئيل په قامي سلامتيا پاليسۍ كښې د بهاريانو،بنګاليانيو او پاکستان كښې ??ېشته افغانانو په اړه څه تجاويز دې ، نان سټيټ عناصر په اړه به په تجاويز هم بريفنګ وركولې شي۔ په غونډه كښې ??ه 5 فروري د تورې ورځې نمانځلو په اړه هم په تفصيلي ډول د خيالاتو څرګندونه وشوه۔