اسل??م آباد 26 جنوري (اے پي پي)د كل جماعتي ??ريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې كنوينئر محمد فاروق رحماني وئېلي دي په هند كښې د مسلمانانو٬دلت٬سكهانو٬عيسايانو او د قبائېلو پشمول ټول وروستو پاتې اقليتونه باور لري چې دوي لپاره د هند د جمهوريه ورځ لمانځلو سوال هم نه پېدا كېږي ځكه چې هند يوازې تش د نوم سيكولر جمهوري هېواد پاتې شوے۔د كشمير مېډيا سروس له مخې محمد فاروق رحماني په اسل??م آباد كښې په خپل يو بيان كښې ووئي د آئين په نوم په هند كښې په اقليتونو پورې ټوقې كېږي۔ده ووئي?? په هند كښې د مسلمانانو شمېره د 25 كروړ نه زياته ده او دوي سره غېر انساني سلوك كولې شي۔هلته دوي آزادي نه لري٬ ده ووئېل د مودي په اوسني هندوتوا حكومت كښې مسلمانان هر ډول محرومۍ سره مخ دي۔په سړكونو په دوي ظلم او تشدد كېږ?? او وژلې كېږي۔