اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی)پخواني خارجه سېكرټري نجم ??لد??ن شېخ وئېلي دي پا??ستان نړۍ ته د افغان مسئلو په ورمخې ته كولو كښې ښه كردار ترسره كړے ٬وزيراعظم عمران خان د نړۍ قائل كولو هڅه كوي چې په افغانستان كښې د مضبوط حكومت جوړولو لپاره ضروري ده چې نړيواله ورورولي افغان حكومت س??ه مرسته زياته كړي۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل په افغانستان كښې د امن او استحكام په اړه پا??ستان او روس يو دي٬دواړه هېوادونه په افغانستان كښې د بشري بحران او ترهه ګرۍ خاتمې لپاره بشپړ كردار ادا كولې شي۔نجم ??لد??ن شېخ ووئيل په منطقه كښې امن لپاره د افغان عبوري حكومت هم ذمه واري ده چې هغوي په خپل هېواد كښې د ترهه ګرو اډو خاتمې لپاره سخته كاروائي وكړي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن د پا??ستان په ګټه كښې دے٬كه چرې په افغانستان كښې سياسي استحكام راپیدا نه شو نو ناامني به وي د كوم به چې په پا??ستان منفي اثرات مرتب شي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د روس دوره د اقتصادي او تجارتي اړيكو ودې لپاره ډېره د اهميت وړ ده۔د روس په منډيانو كښې د پا??ستان د ميوو لويې ګنجائش موجود دے ٬ په دې اړه هم د كار كولو ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د روسيې دورې په مهال په ساؤت ګيس پائپ لائن او سټيل ملز كښې د روسيې سرمايه كارو پیشرفت كېدے شي