اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي علامه طاهر اشرفي وئيلي دي چې بلاول بهټو ته د او آئي سي په اړه غېر ذمه وارانه بيان وركول نه و پكار، د او آئي سي غو??ډه او د مارچ د 23مې نېټې پرېډ د ټولو شريك پروګرام دے، زمونږ دښمن هېواد هند د او آئي سي غو??ډه ورانول غواړي. د خالي په ورځ د بلاول بهټو زرداري په بيان په خپل غبرګون كښې د وزيراعظم خاص استازي ووئيل چې د مخالفې ډلې ګوندونو ته يو ځل بيا وئيل غواړم چې په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو غو??ډه او د پاكستان د 75مې ورځې پرېډ كېدونكې دے، دا پاكستان لپاره د اعزاز او فخر خبره ده?? د بلاول بهټو په بيان ډېر خفه شوے يم. ده ووئيل چې او آئي سي كوم چې شهيد ذوالفقار علي بهټو جو كړے و، غو??ډه ئې په اسلام آباد كښې كېدونكې ده?? په داسې موقع بلاول ته داسې خبره كول نه وه پكار. ده ووئيل چې د اپوزيشن ټولو ګوندونو ته خواست كوم چې دوي دې خپل احتجاج ، د عدم اعتماد تحريك او غونډې د مارچ تر 24مه نېټه موخر كړي او د دې نه پس چې كوم ??ورتحال وي، بايد د قانون او آئين له مخې وي. بايد ټول د آئين او قانون احترام وكړي