اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود ق??يش?? سره د جمهوريه مصر خارجه وزير ??ام?? حسن شكري په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې و??يلي شوي دي چې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې و??وې. خارجه و??يړ مخدوم شاه محمود ق??يش?? د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 48مه غونډه كښې ګډون لپاره په راتګ د مصري خارجه وزير مننه وكړه. ده ووئيل چې دا غونډه په يو داسې و??ت كښې كېږي كله چې پاكستان خپله 75 كلنه سالګره لمانځي. خارجه وزير مخدوم شاه محمود ق??يش?? ووئيل چې مصر د منطقې يو مهم ورور هېواد دے. خارجه وزير په مئي كال 2021م كښې په فلسطين كښې جنګ بندې لپاره د هڅو په مهال د مصر د كردار ستائنه وكړه. ده د دواړو هېوادونو د ټاكل شويو استازو ترمېنځه د پارلماني روابطو په وده زور راوړو. دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او مصر ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره د عزم څرګندونه وكړه. خارجه وزير مخمدو شاه محمود قرېشي ووئيل چې مونږ د صدر عبدالفتاح السيسي د پاكستان د دورې په انتظار يو. د مصر خارجه وزير ??ام?? حسن شكري په تود هركلي او كوربتوب كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود ق??يش?? مننه وكړه.