اسلام آباد 11 اپریل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی سیکرټري شاهیرہ شاهد وئيلي دي چې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او ذیلی ادارو پروفیشنلز او غیرپروفیشنلز عملې د كار استعداد زياتولو او په جديد ډول روانولو لپاره تربیه لوئ اهميت لري ، انفارمېشن سروسز اکیډمي په دې ??ړه په زړه پورې كردار ترسره كوي۔د دې ??یالاتو څرګندونه دې ?? ګل په ورځ انفارمېشن سروسز اکیډمي كښې دريم ایکس کیډر ټریننګ کورس څخه فارغ شوې افسرانو له سندونه وركولو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی سیکرټري ووئيل د تربيتي كورسز د كار دائره پراخه كولو ته اړتيا ده او په دې كښې به د وزارت او ذیلي ادارو په بيلو څانګو كښې كار كونكو افسرانو او عملے تربیې لپاره نور تربيتي كرسز شاملولې شي دغسې چې هغوې د انفارمېشن ټیکنالوجی جدید آلات څخه خبر كړې شي۔ سیکرټری اطلاعات او نشریات د تربیتی کورس خدوخال د ډاډ وړ ګرځولو سره هيله څرګنده كړه چې دا تربيتي کورس به د تربیې ترلاسه كونكو صلاحیتونه لا ښه كولو كښې مرستياله وګرځي۔دې څخه وړاندې ??یکس کیډر کورس ډائریکټر ټریننګ غ??ال?? امبرین د تربیتی کورس مندرجات حواله وركولو سره ګډون كونكو له پریذینټېشن وركړو۔په آخر كښې ډائریکټر جنرل انفارمېشن سروسز اکیډمی سعید جاوید تربیه بشپړونكو غړو او فیکلټي غړو له د کورس په بشپړولو مباركي وركړه۔