اسلام آباد 08 مئي (اے پ?? پي) وزيراعظم شهباز شريف د عم??ان خان خطاب د پاكستان په ضد سازش ??رځولو سره وئيلي دي چې په اېبټ آباد كښې نن د رياست پاكستان آئين او قومي ادارې چېلنج كړې شوې دي، په دې به قانوني كارروائي كوو، د پاكستان د قومي ادارو په ضد سازشي بيانيه جوړونكې په اصل كښې مير جعفر او مير صادق دے، وړومبې عم??ان ن??از?? د پاكستان د معيشت ډوبولو سازش وكړو، اوس د كورنې جګړې هڅه كوي. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اېبټ آباد په جلسه كښې د عم??ان خان خطاب د پاكستان په ضد سازش ??رځولے. ده ووئيل چې په اېبټ آباد كښې نن د رياست پاكستان آئين او قومي ادارې چېلنج كړې شوې دي، په دې به قانوني كارروائي كوو، عم??ان ن??از?? سياست نه سازش كوي، دا سازش د پاكستان په ضد كېږي. د يو تن په آنا، تكبر او دروغو پاكستان نه شو قربانولې، وړومبې عم??ان ن??از?? د پاكستان د معيشت ډوبولو سازش وكړو، اوس د كورنې جګړې هڅه كوي، د عم??ان ن??از?? په هېواد كښې د كورنې جګړې سازش به چقوو. وزيراعظم ووئيل چې عم??ان ن??از?? د نن دور مير جفعر او مير صادق دے كوم چې پاكستان لېبيا ??و عراق جوړول غواړي. مير صادق سره هم صادق لګېدلې و څنګه چې عم??ان ن??از?? د سركاري صداقت سرټيفيكېټ ترلاسه كړے و، عم??ان ن??از?? په هغه تالي كښې توكي په كوم كښې ئې چې خوراك كړے و.ده ووئيل چې د پاكستان دوويشت كروړه اولس ، آئين او قومي ادارې د يو تن غلام نه شي كېدے، عم??ان ن??از?? اولس خپل غلام جوړول غواړي، هغه به د پاكستان هټلر جوړېدو ته پرې نه ږدو. عم??ان ن??از?? ډېر دروغ ووئيل ، اوس به رښتيا ??ره مخ كېدل وي.