اسلا?? آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وزيراعظم به (نن) د نهې په ورځ كاروباري ورورولۍ سره په بجټ د مشاورت پحقله پري بجټ سېمينار ته مهم خطاب كوي ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټس كښ?? دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به پاکستان معاشي پرمختګ او د خوشحال پاكستان خپل وژن تعبير لپاره په پري بجټ کنفرنس كښ?? ګډون كوي۔ دې ووئيل د وزيراعظم وژن يو داسې پ??كستان دے چرته چې معيشت وده كوي ٬ په مستحكم او پائيداره بنيادونو ترقي وي، هر پاکستانے او د هېواد هره منطقه په دې كښ?? حصه داره وي، چرته چې د غربت او محروميو خاتمه وي٬ وګړو ته سماجي، سياسي او معاشي حقونه ترلاسه وي٬ دوي د ژوند د ناكردو نه خلاص شي او ښه ژوند وكړي۔ خپل ټويټ كښ?? دې ووئيل وزيراعظم به پاکستان ته د رامخې ته معاشي مسئلو او د دې حل لپاره سمدستي او تل پاتې اقدامات باندې د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزيراعظم به د مالي كال 23-2022 بجټ لپاره وړاندېزونه هم ترلاسه كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم به زراعت، فوډ سيکورټي، توان، آئي ټي، ټيکسټائل، مينوفيکچرنګ، برآمدات او په نورو څانګو كښ?? د كاروباريانو څخه چارټر آف اکانومي لپاره نيشنل ډائيلاګ پېل كوي٬وزيراعظم به کاروباري شخصيات څخه وړاندېزونه اخلي او دوي به د سباٶن په لائحه عمل اعتماد كښ?? اخلي