اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د اطلا??ات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي د ګرانۍ ظلم څخه د اولس نغري مړه كوونكي نن په دې پارليمنټ بريد كوي ٬ د كوم څخه چې هغوې تنخاګانې او مرا??ات اخلي ، د پي ټي آئي غړي دې په پارليمان د بريد كولو ډرامې نه کوي ، سپيکر له دې لاړ شي او د خپلو استعفاګانو تصديق دې وكړي ، سپيکر هغوې رابلي او هغوې تښتي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په پارليمنټ هائوس كښې د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا سيکريټري اطلا??ات اختيار ولي سره ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي د اطلا??ات وزيرې ووئيل نن د پي ټي آئي ميرمنو غ??و په پارليمان بري?? كړے، د ميډيا کيمرو تول مناظر اولس ته ښودلې دي ٬ په دې زه ميډيا له مباركي وركوم۔دې ووئيل د تيرو څلورو كلونو په مهال د ميډيا کيمري د پارلمان څخه بهر ساتلې شوې ځكه چې هغه وخت يوه داسې ډله په پاکستان مسلط وه كومې چې د پاکستان اولس ته حقائق وړاندې كول نه غوښتل، د هغوې كار دروغ وئيل او كرپشن كول وؤ۔ وفاقي وزيرې ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر د څلورو ورځو څخه انتظار کوي چې د پي ټي آئي غړي به د خپلو استعفاګانو تصديق له راشي، پارليمنټ ته راتللو څخه چا ??ه دې منع كړې خو د پي ټي آئي ميرمنو غ??و په پارليمنټ د بريد كولو هڅه كړې كوم چې د ي??ې تماشې نه زيات نور هيخ نه دي۔دې ووئيل دوي چې په كوم پارلمان بريد كوي هم هغه پارلمان څخه تنخاګاني او مرا??ات اخلي۔د ي??ې پوښتنې په ځواب د اطلا??ات وزيرې ووئيل په پارليمنټ بريد كښې د پي ټي آئي كاركنانو سره د هغوې پارليماني غړي هم وو كوم چې د استعفيٰ وركولو څخه انکاري دي۔دې ووئيل د عمران خان په وينا هغوې په پارلمان بري?? كړے خو د عمران خان په وينا خپله استعفيٰ نه وركوي۔دې ووئيل د عمران خان نيت فساد او انتشار خپرول دي، دا حكم خو غ??و منلے خو استعفيٰ نه وركوي۔دې ووئيل د پي ټي آئي غړو استعفاګانې وركړې د كومو چې هغوې تصديق نه كوي