اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي ??ي چې د پاكستان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ حكومت په 45 مياشتو كښې د هېواد د تاريخ د 71 كلونو په مقابله كښې تر ټولو زياته 79 في??ده په قرضونو ا?? واجباتو كښې اضافه كړې. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د خزانې وزير ووئيل چې ريكارډ لپاره د پي ټي آئي په دور كښې د هېواد ټول قرض د 24,953 اربه روپو نه زياتېدو سره 44,366 اربه روپو ته رسېدلے دے كومه چې 78 في??ده اضافه ده. ده ووئيل چې د مجموعي قرضونو نه علاوه واجبات 79 في??ده اضافې سره د 29,879 اربه روپو نه زياتېدو سره 53,544 اربه روپو ته رسېدلي دي. ده ووئيل چې پي ټي آئي په تېرو 71 كلونو كښې په شامل ټولو قرضونو ا?? واجباتو كښې په 3.75 كلونو كښې 79 في??ده اضافه كړې ده.