اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ??يګ(ن)لارښود دانيال عزيز په ټرافېكي پیښه كښې په ژوبل كېدو د تشويش څرګندونه كولو سره د ه??ه روغ صحت لپاره دعا كړې۔د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د دانيال عزيز كور ودانې مهناز اكبر عزيز سره ټېليفوني تماس ونيولو او د دانيال عزيز تپوس پوښتنه ئې وكړه۔وفاقي وزيرې ووئيل د ??وي څښتن شكر دے چې دانيال عزيز په ټرافېكي پیښه كښې بچ شوے۔دې ووئيل د دانيال عزيز روغ صحت لپاره دعا كوو۔وفاقي وزيرې په پیښه كښې د نورو ژوبل شوو كسانو روغ صحت لپاره هم دعا وكړه۔د يادونې وړ ده د مسلم ??يګ(ن)لارښود دانيال عزيز ګاډے شكر ګړھ بجنا اسټاپ سره نزدې د ټكر كېدو په نتيجه كښې د پېښې ښكار شوے ؤ