اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي اېف بي آر د تېر كال په نسبت د 45 فيصد څخه زيات ټېكس راجمع كړے ٬د هدف پوره كولو لپاره حكومت كوم اېډوانس ټېكس نه د?? لګولے ٬په جون كښې د 39 اربه روپو ريفنډ جاري كړے شوې٬تېره مي??شت 763 اربه روپۍ ټېكس راجمع شوے ٬د مالي كال 22-2021 د آخري درېو مياشتو په مهال 1741 اربه روپۍ ټېكس راجمع شوے ٬اېف بي آر چې كوم سوچ كړے ؤ هم هغه يې تر سره كړو٬٬ټول انكم ټېكس كليمز كليئر كړے شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد سره د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ د تېر كال په نسبت د 45 فيصد څخه زيات ټېكس راجمع كړے٬اېف بي آر تېره مي??شت د ټېكس په مد كښې د 700 اربه روپو څخه زياتې جمع كړي او مونږ د تېر دور څخه زيات ټېكس جمع كړے۔ده ووئيل په دې جون كښې 379 اربه روپۍ د انكم ټېكس په مد كښې اخستلې شوې او مونږ يوه روپۍ هم اېډوانس ټېكس نه دے اخستے ٬اېف بي آر تاريخي ټېكس راجمع كړے ٬ ده ووئېل په يوه مي??شت كښې 580 اربه روپۍ وصولول رېكارډ ؤ ۔ده ووئيل حكومت ته په راتللو مو سختې پريكړی كړې او اوس به د دې مثبت اثرات راتلل پیل شي۔ده ووئيل د دريو څلورو مياشتو په مهال به مونږ دې مسئلو څخه مونږ وتلو پلو لاړ شو۔ده ووئيل د عمران خان حكومت د پیټروليم ??صن??عاتو بيعې فكس كړی وې كومو چې هېواد د زيان پلو بوتلے٬د پي ټي آئي د لوظ نامې له مخې د پیټروليم په ??صن??عاتو 7 فيصد ټېكس لګېدل وؤ٬د عمران خان حكومت د آئي اېم اېف سره لوظ نامه ماته كړې او معيشت ته يې زيان رسولے ۔ده ووئيل آئي اېم اېف سره مثبت خبرې شوي٬په ټوله نړۍ كښې د تېلو بيعه زياته شوې٬مونږ هڅه كړی چې خلقو ته زيات نه زيات رېليف وركړو٬ ده ووئېل په پیټروليم ??صن??عات ټېكس لګول زمونږ مجبوري ده۔ده ووئيل په پېټرول 10 روپۍ ليوي٬لائټ ډيزل او د خاورو په تېلو پنځه پنځه روپۍ ليوي عائد كړی شوې ۔د خزانې وزير ووئيل د عمران خان حكومت آئي اېم اېف سره لوظ نامه كړی۔په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد ووئيل زمونږ هدف ډې?? مشكل و٬سږ كال رېكارډ ډريټرنز فائل كړیےشوي ٬ 3 لكه 20 زره سيليري ريټرنز جمع كړے شوي ٬د اېډوانس ټېكس مانيټرنګ سسټم جوړ كړے شوے۔